ایکنانیوز د العمق المغربی له قوله راپور راکړ، د مراکش دپارلیمان استازې نبیله منیب ایشوا کړې چې جنایتکار صهیونیسټي رژيم د مراکش یو هغه مخینه لورنکی او کم موندونکی قرآن چې ددغه هیواد یوه پاچا له خوا مسجد الاقصی ته ډالۍ شوی ؤ، له دغه جوماته غلا کړی دی. هغې د اوقافو له وزیره غوښتي دي ،پارلیمان ته دې ددغه قرآن د برخلیک په باب اطلاعات ورکړي.
منیب روښانه کړې ده ،دغه قرآن د سلطان ابوالحسن امریني له خوا الاقصی جومات ته وقف شوی او پخپله د سلطان په خط او د طلا په اوبو سره لیکل شوی دیخو صهیونیسټي رژيم دقدس له نیواک وروسته غلا کړی دی او داسرائيلو دملی کتابتون په صهیونیسټي آرشیو کې ساتل کیږي.
دغه څرګندونې د مراکش په پارلیمان کې ددغه هیواد داسلامی چارو او اوقافو وزیر احمد ا لتوفیق په شتون کې د اوقافو د وزارت دفرعي بودجې د ارزونې په وخت مطرح شوې.
احمد التوفیق ددغې پوښتنې په ځواب کې بې خبري وښودله . هغه ددې خبرې په کولو سره چې دغه قرآن دالاقصی جومات په خزانې ؤ چې اوس د اردن دتولیّت اومنجور په سرپرستۍ کې دی،ووئيل، سلطان المریني د قرآن کریم پنځه نسخې پخپل لاس کتابت کړي او یوه نسخه ئې په مکې کې مسجد الحرام ،په مدینې کې مسجد النبي ، مسجد الاقصی او یوه په چین کې یوه جومات ته ډالۍ کړي دي، خو هیڅوک خبر نه دی ، د قرآن دغه نسخه چرته ورکه شوې ده.
هغه ووئيل، په ۱۹۳۰کال کې د تاریخ له دغه قرآن څخه ۶نسخې نوره اخستل شوي دي.
هغه په عین حال کې ووئيل، دغه میراث د مونږ لپاره ډير اهمیّت او ارزښت لري او مونږ څو کاله مخکې یو آسټریائي شرکت ته ټيکه ورکړې وه چې ددغه قرآن ۴ ټوکو څخه عکسونه واخلي او مونږ پخپل دغه میراث ویاړو.
په الاقصی جومات کې د مراکش دغه نایاب قرآن په هغه څه کې چې ؛ ربع مغربی ؛نومیږي ،ساتل کیږي . دغه ؛ربع ؛ د مربع شکل سره یو صندوق دی او د آنبوس لرګي جوړ شوی دی چې په نقرې سره ښکلی شوی او په څو برخو ویشل شوی دی او د قرآن ۳۰سپارې او ورسره په اړونده څو نورو پاڼو په دغه صندوق کې جلا ساتل کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4181153